پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې او د منطقې پرمختګ٬ خوشحالي او امن غواړي۔ د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي په غېر ملكي دوره د روانېدو نه وړاندې خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې او د منطقې پرمختګ٬ خوشحالي او امن غواړي۔

د ګل په ورځ په درې ورځنې دوره د روانېدو نه وړاندې پاكستان ټېلي ويژن سره په خاص خبرو كښې ده ووئيل چې سيمه ايزو هېوادونو سره نزدې سياسي او تجارتي اړيكې جوړول د پاكستان تحريك انصاف د حكومت وړومبې ترجيح ده۔

ده ووئيل چې پاكستان يو امن خوښوونكې هېواد دے او پاكستان نورو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره تل د دوستې اړيكو په پالېسې عمل كړے۔

ده ووئيل چې پاكستان ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي

او پاكستان تل د شخړو خاتمې لپاره مذاكراتو ته فوقيت وركړے۔

ده د افغانستان٬ اېران٬ چين او د ورسيې په خپله دوره رڼا اچولو سره ووئيل چې هغه به پاكستان سره د دې هېوادنو د دوه اړخيزه اړيكو په وده او استحكام خبرې كوي۔

ده ووئيل په دې موقع به سيمه ايز امن او سلامتيا سره سره په افغانستان كښې د امن او امان په معاملو هم خبرې كولې شي۔

ده ووئيل چې پاكستان د افغانستان امن لپاره هم پوخ عزم لري۔ ده ووئيل چې د ګاونډي هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو مستحكم كولو ضرورت دے۔

ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت هېواد ته د ورپېښو ستونزو حل لپاره هڅې كوي چې دغسې هېواد د بحران نه وويستل شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې