د تېرو حكومتونو د بې غورۍ له امله (نن) پاكستان سنګينو سماجي او معاشي ستونزو سره مخ دے ٬ د موجوده حكومت د اوسنو هلو ځلو څخه بهرني سرمايه كار او نوموړې كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كاري كوي٬ حكومت به د سوئيلي پنجاب محرومۍ لرې كوي٬ د كروندګرو د حقونو به تحفط كولې شي٬ د تعليم او صحت آسانۍ به باوري كولې شي۔ د وزیراعظم عمران خان بهاولپور ډويژن څخه د قامي اسمبلۍ غړو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د تېرو حكومتونو د بې غورۍ له امله (نن) پاكستان سنګينو سماجي او معاشي ستونزو سره مخ دے ٬ د موجوده حكومت د اوسنو هلو ځلو څخه بهرني سرمايه كار او نوموړې كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كاري كوي٬ راتلونكې وخت د پاكستان د معاشي خوشحال او د استحكام وخت دے۔

وزيراعظم دا خبرې د بهاولپور ډويژن څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې په وزيراعظم دفتر كښې دوي سره ملاقات كولو ۔

د ملاقات په مهال د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار نعیم الحق او ملك محمد عامر ډوګر هم موجود وٶ٬ د قامي اسمبلۍ غړو په سوئيلي پنجاب كښې په خاص خوښۍ لرلو د وزيراعظم مننه وكړه۔

د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم خپلو اړوندو حلقو كښئ د اولسي مسئلو٬ پرمختيائي منصوبو٬ كروندګرو ته د پېښو مسئلو ٬ تعليم ٬ صحت او ځوانانو لپاره د روزګار وركړې نه خبر كړو۔

وزیراعظم ووئيل تېر وخت كښې د ګورننس د ناكامۍ ٬ د مېرټ نظر انداز كولو او د وسائلو د غېر منصفانه وېش له امله سوئيلي پنجاب وروستو پاتې شوې ۔

وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت به د سوئيلي پنجاب محرومۍ لرې كوي ٬ د كروندګرو د حقونو به تحفط كولې شي٬ د تعليم او صحت آسانۍ به باوري كولې شي٬ ده ووئېل ځوانان به هنر منده كولو سره

سره دوي ته د روزګار وركړه ممكن كولې شي چې ورسره به په صوبه كښې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې دور پېل شي۔

وزیراعظم د سوئيلي پنجاب د اوبو مسئلې ٬ په خاص توګه اولس ته د پاكو اوبو وركړې پحقله د مركزي او صوبائي حكومت د اقداماتو نه دوي خبر كړل۔

وزیراعظم ووئيل د قامي اسمبلۍ غړي دې پخپلو حلقو كښې عامو وګړو سره مستقل رابطې وساتې دغسې چې د دوي مسئلې په سمدستي توګه هوارې كړې شي۔

د قامي اسمبلۍ غړو د وزيراعظم لخوا په ضلعي كچه د غړٶ د اسمبلۍ د كمېټۍ جوړولو هركلے وكړٶ٬ كمېټۍ به په ضلعي كچه د ځائي مسئلو حل ځائي قيادت سره په مشاورت او د اولس د هېلو له مخې د صوبائي حكومت په نګرانۍ كښې جوړولې شي۔

وزیراعظم ووئيل حكومت په لاندې كچه اولس اختيارمنده جوړولو لپاره عزم لري ۔ وزیراعظم ووئيل د تېرو حكومتونو د بې غورۍ له امله (نن) پاكستان سنګينو سماجي او معاشي ستونزو سره مخ دے ٬ د موجوده حكومت د اوسنو هلو ځلو څخه بهرني سرمايه كار او نوموړې كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كاري كوي٬ راتلونكې وخت به په سماجي توګه د سوكاله او په معاشي توګه د مستحكم پاكستان وي۔

وزيراعظم سره په ملاقات كوٶنكو كښې د قامي اسمبلۍ غړي محمد عبدالغفار وټو ، محمد فاروق اعظم خان ، مخدوم سید سمیع الحسن ګېلاني ,سید مبین احمد او چوهدري جاوېد اقبال شامل وو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې