په حوېليا كښې به د سي پېك په روټ د ډرائي پورټ جوړولو رسمي كار روان كال پېل شي٬ د پروژې فزېبېلټي راپور تيار كړے شوے

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) د خېبر پښتونخوا په حوېليا سيمه كښې به د چين پاكستان اقتصادي لارې پروژې﴿ سي پېك﴾ په روټ د ډرائي پورټ جوړولو رسمي كار روان كال پېل شي۔

د سركاري ذريعو له مخې د پروژې فزېبېلټي راپور تيار كړے شوے او چين ډرائي

پورټ جوړولو لپاره مالي او تكنيكي مرستې لپاره خوښي څرګنده كړې۔

په سي پېك روټ په حوېليا كښې ډرائي پورټ ډېر مهم حيثيت لري۔ د يادونې وړ ده چې د نوي مالي كال په بجټ كښې د حوېليا نه تر خنجراب د رېلوے لائن غزونو فزېبېلټي لپاره هم فنډ بېل كړے شوے۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې