پاكستان كښې ټولو غېر مسلم قومونو ته د مذهبي دستورو كولو او رسمونو لمانځلو بشپړه آزادي ده۔ د خېبر پختونخوا سپيكر مشتاق غني

اېبټ آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز15دسمبر 2018ء) د خېبر پختونخوا سپيكر مشتاق غني وئيلي دي پاكستان كښې ټولو غېر مسلم قومونو ته د مذهبي دستورو كولو او رسمونو لمانځلو بشپره آزادي ده۔

د پاكستان آئين غېر مسلمه قومونو په كومو كښې چې مسیحیان، هندو، سکھ او نور مذهبونه شامل دي ته د مذهبي دستورو كولو او رسمونو جوش او جذبې سره د لمانځلو بشپړه اجازه وركوي۔

ده د كرسمس راتلو حوالې سره تېر ماښام پریسبیټیرین چرچ اېبټ آباد كښې وېلكم كرسمس پروګرام ته خطاب كولو۔ ده ووئيل پاكستان د ګلونو د ګلدستې په ډول دے په كومه كښې چې ټول قومونه د بېلو ګلونو حېثيت لري۔

کرسمس د حضرت یسوع المسیح د زېږېدنې ورځ ده كومه چې ټولو انسانانو لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔ ده ووئيل مسيحي ورورلۍ ته باور وركوم چې مونږ ستاسو نمائندګان يوو۔

ستاسو حلقې څخه ټاكلې شوې يوو او ستاسو مسئلو څخه خبر يوو۔ او كه لوئې څښتن ته منظور وي دا به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔

په دې مهال خپل خطاب كښې ضلعي ممبر او د مينارټي افيئرز چيئرمېن ذاکر پال ایډووکیټ دستوره كښې په ګډون كولو د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني مننه وكړه۔

ده ووئيل مونږ دپاكستان وګړي يوو۔ خپله مذهبي آزادي منو او د غېر ملكي پروپېګنډې په سختو ټكو كښې غندنه كووو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې