د مالاكنډ ډويژن پشمول د خېبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) د مالاكنډ ډويژن پشمول د خېبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو كښې د جمعې په سهار د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔

د پاكستان مېټرولوجيكل ډيپارټمنټ راپور له مخې زلزله د جمعې په ورځ سهار په 9 بجې 36 دقيقې د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو كښې راغلې چې په رېكټر سكېل كښې ئې شدت 5.

3 درجې ريكارډ كړے شوے۔

د راپور له مخې د زلزلې مركز په هندوكش رېنج كښې 113 كلوميټره په زمكه كښې لاندې و۔ د زلزلې جړقونه په مالاكنډ٬ دير او خوا او شا سيمو كښې هم محسوس شوي دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې