مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه د ملګرو ملتونو راپور سره د كشمير مسئلې پلو يو وارې بيا په نړيواله كچه ځانګړې پام ګرځولې شوې۔ د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ددوئي د هڅو په اړه بايد پاكستان خپل كوټلې دريځ وړاندې كړي۔ د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيرين مزاري په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ په نړيواله كچه رامخې ته كولو په اړه دستورې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيرين مزاري وئېلي دي چې د ملګرو ملتونو لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف وزريو په اړه خپور شوي راپور له امله د كشمير مسئلې پلو يو ځل بيا په نړيواله كچه ځانګړی پام ګرځولې شوې دې۔

د علامتي بيان بازۍ په ځاې د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ددوئي د هلو ځلو په اړه پاكستان بايد كوټلې دريځ وړاندې كړي۔

مونږ له د ټولو نړيوالو تحقيقاتي ادارو هركلے كول پكار دي چې هغوي د آزاد كشمير دوره وكړي٬ دې د دې خيالاتو څرګندونه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو او د كشميريانو حق استصواب رائے په نړيواله كچه رامخې ته كولو په اړه دستورې ته د خاص مېلمنې په حېث خطاب كښې وكړې۔

د دستورې اهتمام د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېتۍ لخوا شوې وو۔ د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور مشاهد حسېن سيد په نړيواله كچه د كشمير مسئله په ښه ډول رامخې ته كولو او په هېواد كښې د بشري حقونو تحفظ او ښه والي لپاره د بشري حقونو وزارت

په خاص توګه د بشري حقونو وفاقي وزير ډاكټر شيرين مزاري كردار او هڅې وستائلې۔

دستورې ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ډاكټر شرين مزاري ووئيل چې پاكستان له د هند لخوا پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو زيات شوې خلاف ورزۍ په نړيواله كچه رامخې ته كول پكار دي او اوس د علامتي بيان بازۍ په ځاې عملي اقدامات كولو ته اړتيا ده۔

ضرورت دې۔ ډاكټر شيرين مزاري ووئيل چې د مقبوضه كشمير شخړی له امله كشميري مېرمنې زياتې ځپلې شوي دي۔ دې ووئيل چې د ډېرو زياتو كشميريانو ځاني زيان شوې او د دوي ځينې نسلونه هم ختم شوي٬پاكستان له به د كشمير مسئلې حل لپاره كوټلي ګامونه پورته كول وي۔

شيرين مزاري ووئيل چې پاكستان له د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل لپاره كوټلي تجاويز وړاندې كول پكار دي۔

دستورې ته د مشرې خبريالې نسيم زهره پشمول بهرني هېوادونو كښې مېشته كشميريانو هم خطاب وكړو او سناتور رحمان ملك٬سناتور شيري رحمان٬سناتور فرحت الله بابر٬سناتور جاوېد عباسي او د سناتور آصف كرماني پشمول نورو ګډون وكړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې