كه نېب د يوې پېسې كرپشن هم ثابت كړي نو ايوان به پرې ږدو٬د پي اے سي چيئرمېن د اپوزېشن جوړولو روايت د تېرو دورونو نه روان دې٬ټول اپوزېشن زما د پي اے سي چيئرمېن جوړولو ملاتړ كړې٬په دې باور د دوي مننه كوم۔د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په قومي اسمبلۍ كښې څرګندونې

اسلا آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف وئېلي دي چې كه نېب د يوې پېسې كرپشن هم ثابت كړي نو ايوان به پرې ږدو٬د پي اے سي چيئرمېن د اپوزېشن جوړولو روايت د تېرو دورونو نه روان دې٬ټول اپوزېشن زما د پي اے سي چيئرمېن جوړولو ملاتړ كړې٬په دې باور د دوي مننه كوم۔

د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف ووئيل چې په دې كښې هېڅ اختلاف نشته چې ايوان چلول د حكومت او اپوزېشن شريكه ذمه واري ده٬په ميثاق جمهوريت لاس ليك د پاكستان د سياسي تاريخ يوه پياوړې لمحه وه٬ما وزيراعظم عمران خان ته ځكه خواست كړی و چې د هېواد څخه د غربت خاتمې٬د معيشت بهترۍ٬روغتونونو ته داروګان وركولو او د تعليم ودې لپاره يو ميثاق معيشت كوو٬زما دې

تجويز ته په سپكا وكتلې شو او رد كړې شو٬اوس څو ورځې وړاندې بيا د ميثاق معيشت تجويز راغلو مونږ د دې هركلې كوو۔

ده ووئيل چې مونږ به ايوان په ښه ډول چلولو لپاره حكومت سره د هېواد او اولس په ګټھ په مكمل توګه مرسته كوو٬د پي اے سي چيئرمېن د مخالفې ډلې مشر جوړولو روايت مستحكم شوې۔

شهباز شريف ووئيل چې د نېب په معامله مو خبرې كول نه غوښتل خو خارجه وزير خبره وڅېړله نو په خبره كول مجبور يم۔ده ووئيل چې د نېب په اړه خارجه وزير چې كومه خبره كړې د حقائقو په ضد ده۔

ده ووئيل چې د احتساب عمل يوازې د اپوزېشن په ضد روان دې٬زما په ضد تراوسه د نېب ريفرنس نه دې دائر شوې۔ده ووئيل چې زه ګناهګار سړے يم خو په عاجزۍ سره وائيم كه نېب زما په ضد د نيمې پېسې كرپشن هم ثابت كړو نو دا ايوان به پرې ږدم۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې