خارجه وزير شاه محمود قريشي سره د فرانس سفير مارك بېرټي ملاقات د ملاقات په مهال د تجارت او معيشت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو خبرې وشوې
اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) خارجه وزير شاه محمود قريشي سره په پاكستان كښې د فرانس سفير مارك بېرټي د نهې په ورځ په خارجه وزرات كښې ملاقات وكړو۔
د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال د تجارت او معيشت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو خبرې وشوې۔
خارجه وزير شاه محمود قريشي په دې موقع د فرانس سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارې
كولو بلنه وركولو سره ووئيل چې په پاكستان كښې د سرمايه كارې او كاروبار كولو زړه راكښونكې موقعې دي او فرانسوي سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارې د لارې زمونږ د حكومت د كاروبار دوست پالېسو څخه بشپړه استفاده كولې شي۔
ده ووئيل چې فرانس سره په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو۔ د فرانس سفير د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې د بشپړه مرستې باور وركړو۔۔