حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو لخوا ترسيلات زر زياتولو لپاره د قانوني ذريعو د لارې پېسې پاكستان ته په رالېږلو كار كوي٬د بانكونو مشكل ټرانزېكشن سسټم به آسانولې شي۔د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري اے پي پي سره خبرې
اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري وئېلي دي حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو لخوا په ترسيلات زر كښې زياتوالي لپاره د قانوني ذريعو د لارې پیسې پاكستان ته په رالېږلو كار كوي٬د بانكونو مشكل ټرانزېكشن سسټم به آسانولې شي۔
پھ دې وخت كښې د 15 اربه ډالرو نه زياتې پېسې د هنډي سسټم د لارې پاكستان ته رالېږلې كېږي۔ده دا خبرې اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔
د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل هغه د بهر مېشته پاكستانيانو مننه كوي كومو چې په خواري كولو سره د روان كال په وړومبنو دريو مياشتو كښې د 7419.
98 ملينه ډالرو ترسيلات زر پاكستان ته رالېږلې دي۔
ده ووئيل هر كال بهر مېشته پاكستانيانو 20 اربه ډالره په قانوني طريقه پاكستان ته رالېږلې دغسې 15 اربه ډالره د هنډي د لارې رالېږلې كېږي۔
ده ووئيل حكومت داسې اقدامات كوي چې بهر مېشته پاكستانيان په آسانه خپلې پېسې پاكستان ته راولېږي۔په دې لړ كښې د بانكونو سخت پړاؤنه آسانولې شي۔