چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده٬غوره او د اوږدې مودې نتيجو لپاره به د سي پېك پروژو معاشرتي او اقتصادي اړخونو ته خاص پام لرنه كولې شي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د چين مرستيال خارجه وزير كونګ زو آن يو سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده٬غوره او د اوږدې مودې نتيجو ترلاسه كولو لپاره د سي پېك پروژو معاشرتي او اقتصادي اړخونو ته خاص پام لرنه كولې شي۔

ده دا خبرې د ګل په ورځ د چين مرستيال خارجه وزير كونګ زوآن يو سره خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال وكړې۔د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتيا پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔

ملاقات كښې منطقې ته د ورپیښو ستونزو حل او د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره په شريكو هڅو كولو اتفاق وكړې شو۔خارجه وزير د پاكستان

او چين د خارجه وزيرانو په كچه په ستراتېژېكي مذاكراتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔

خارجه وزير د سي پېك له مخې زر تر زره د خاص اقتصادي ځايونو په جوړولو هم زور راوړو۔ده د چين مرستيال خارجه وزير په كابل كښې د پاكستان٬چين او افغانستان په درې كسيزه خبرو اترو كښې د خپل ګدون او په دې لړ كښې د شوي پرمختګ نه خبر كړو۔

ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د چين هڅې د ستائنې وړ دي۔د چين مرستياله خارجه وزير ووئيل د چين وزيراعظم وژن له مخې چين د پاكستان معاشي او معاشرتي پرمختګ او د غربت خاتمې لپاره پاكستان سره بشپړه مرستې كولو لپاره كلك عزم لري۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې