اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 08 دسمبر 2018ء) د قامي اسمبلۍ د شپږمې غونډې د شيډول او ايجنډې منظورۍ لپاره د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه سبا د ګل په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ماسپښين درې بجې
كېږي۔
د غونډې مشري به د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر كوي۔په غونډه كښې به د ټولو پارلماني ګوندونو د استازو په موجودګۍ كښې د قامي اسمبلۍ د شپږمې غونډې د شيډول او ايجنډې منظوري وركولې شي۔