وزيراعظم عمران خان٬شېخ رشيد د ناله لئي ايكسپرېس وے اينډ فلډ چينل پراجېكټ فوكل پرسن وټاكلو
اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) وزيراعظم عمران خان د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد د ناله لئي ايكسپرېس وے اينډ فلډ چينل پراجېكټ فوكل پرسن ټاكلې۔
د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې د رېلوے وفاقي وزير په نګرانۍ كښې به فزېبلټي تيارولې شي او د عمل جوګه كېدو په صورت كښې به د منصوبه بندۍ وزارت او د پنجاب حكومت پشمول د اړوند ډلو په مشوره په
دې كار كولې شي۔
د يادونې وړ ده چې ناله لئي ايكسپرېس وے پروژه په 2007 كښې پېل كړې شوې وه او بيا وروستو حكومتونو ودرولې وه۔د دې ابتدائي لګښت اتلس اربه روپۍ و چې له مخې يې د ناله لئي په دواړو غاړو سګنل فري سړكونه جوړول و۔
دې سره به د پېنډۍ او اسلام آباد ترمينځه د ټرافېك ستونزې په حل كښې مرسته وشي۔د ناله لئي له امله په پینډۍ كښې د راتلونكي سېلاب مخ نيوې به وشي۔