خصوصي كسانو ته د ټرانسپورټېشن ٬ روزګار او زده كړو پشمول په ټولو څانګو كښې د يو ډول موقعو وركولو حاجت دے۔ مونږ د داسې نظام وضعه كولو هڅه كوو چې ورسره د خاص كسانو صلاحيتونه زيات شي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د معذوره يا خصوصي كسانو نړيوالې ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د خصوصي كسانو اختيارمنده جوړولو او دوئي ته د يو ډول موقعو وركولو لپاره د خپل عزم څرګندونې سره وئيلي دي مونږ د يو داسې نظام وضعه كولو هڅه كوو چې ورسره د خصوصي كسانو په صلاحيتونو كښې اضافه وكړې شي او دوئي ته بېلو موقعو څخه استفاده كولو له د خپلو ترجيحاتو ترسره كولو لپاره مرسته ترلاسه شي۔

ده دا خبره د خصوصي كسانو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د دې ورځې لمانځلو مقصد د خاصوصي

كسانو حقونو په اړه شعور بېدارول دي۔

ده ووئيل خصوصي كسانو ته د ټرانسپورټېشن ٬ روزګار او زده كړو په شمول په ټولو څانګو كښې د يو ډول موقعو وركولو حاجت دے۔

ده ووئيل د مستحكم جمهوريت په ځائې كول ، فعاله شهريت او ټولنه كښې عدم مساوات كمولو له په عام ژوند كښې ګډون بنيادي حق دے۔

ده ووئيل معذوره كسانو سره د امتيازي رويو او د ناوړه تصوراتو د لاسه په سماجي تشخص منفي اغېز راځي۔ ده ووئيل مونږ له به ټول منفي تاثرات رد كولو سره يوه مثالي ټولنه جوړول وي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې