د پاكستان او چين د تجارت حجم د يوې لسيزې په مهال د 4 اربه ډالرو نه زياتېدو سره 17 اربه 40 كروړه ډالرو ته رسېدلې
اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) د پاكستان او چين د تجارت په حجم كښې د تېرې يوې لسيزې په مهال ځانګرې اضافه شوې۔
د تجارت وزارت ذريعو له مخې د پاكستان او چين د تجارت حجم د يوې لسيزې په مهال د 4 اربه ډالرو نه زياتېدو سره 17 اربه 40 كروړه ډالرو ته رسېدلې۔
په كال 07- 2006م كښې د دواړو هېوادونو د تجارت حجم يوازې
4 اربه ډالرو و كوم چې د اوسنې مالي تېر مالي كال په مهال 17 اربه 40 كروړه و۔
د ذريعو له مخې په كال 2006م كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د آزاد تجارت وړومبې لوظنامه شوې وه چې په نتيجه كښې ئې تجارت زيات شو۔
د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په نتيجه كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت لا سوا كېدو امكان دے۔