د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه ترمېنځه نګران وزيراعظم لپاره د مشورې عمل روان دے۔ حاجي غلام احمد بلور
اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 22 مئی 2018ء) د عوامي نېشنل ګوند لارښور او د قومي اسمبلۍ غړي حاجي غلام احمد بلور وئيلي دي چې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه ترمېنځه نګران وزيراعظم لپاره د مشورې عمل روان دے۔
بايد نګران وزيراعظم غېر جانبدار وي۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې
ده ووئيل چې نګران وزيراعظم لپاره په بېلا بېلو نومونو د مشاورت عمل روان وے۔
ده ووئيل چې نګران وزيراعظم هر څوك وي خو بايد چې غېر جانبدار وي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم او د مخالفې ډلې مشر ترمېنځه به د نګران وزيراعظم په نوم اتفاق وكړې شي۔
ده ووئيل چې كه دواړه مشران په دې لړ كښې ناكام شول نو دا به د سياست دانانو لويه ناكامي وي۔