د چين سنټرل ملټري كمېشن وائس چيئرمېن جنرل ژينګ يوژيا د ايئر هېډكوارټر اسلام آباد دوره هغه د ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان سره ملاقات وكړو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 18 مئی 2018ء) د چين سنټرل ملټري كمېشن وائس چيئرمېن جنرل ژينګ يوژيا (نن)د جمعې په ورځ د ايئر هېډكوارټر اسلام آباد دوره كړې ۔

د چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان هېډكوارټر ته په رسېدو د خاص مېلمنو هركلے وكړو۔د ايئر فورس يوې چټك ډلې خاص مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔

پھ دې موقع د هغه د پاك فضائيه پرنسپل سټاف افسرانو

سره تعارف وكړې شو ۔خاص مېلمه د ايئر چيف مارشل سره ځانله يو ملاقات هم وكړو چې د دې څخه وروستو دواړو لارښودو د شريكې خوښې چارو په اړه د باضابطه خبرو اترو په مهال د خپلو خپلو پلاويو مشري وكړه۔

دواړو لارښودو د پاك فضائيه او پيپلز لبرېشن ايئر فورس ترمينځه په موجوده په زړه پورې مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او د مرستې لا زياتولو لباره ئې د خپل عزم پخلې وكړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې