قامي اسمبلۍ كښې د ټولو سياسي ګوندونو غړو رجب علي بلوچ ته پېرزوئنې وړاندې كړې٬ رجب علي يو خوږ او شفيق انسان ٶ٬ د ناروغۍ په حالت كښې ئي هم تل ګټوره خبره كړې٬ ھغوي پخپله ژبه كلك ؤ۔ قامي اسمبلۍ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو د غړو څرګندونې
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14 مئی 2018ء) قامي اسمبلۍ كښې د ټولو سياسي ګوندنو غړو رجب علي بلوچ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ارواښاد يو وفادار ٬ ٬ شريف النفس او د خپلې سيمې د اولس رښتينې ترجمان ٶ٬ د رنځ په حالت كښې هم د سېنېټ په ټاكنو كښې د خپل ووټ كارولو لپاره ايوان ته راغلې كوم چې د ھغه خپل ګوند سره د وفادارۍ واضح ثبوت ٶ۔
د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د رجب علي بلوچ د غمرازۍ رنفرنس په مهال وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده ووئيل رجب علي يو نفيس
او شفيق انسان ٶ٬ هغه د ناروغۍ په حالت كښې ئي هم تل مثبته خبره كړې٬ ھغوي پخپله ژبه كلك ٶ٬ لوي څښتن دې ورله جنتونه وركړي۔
ظفر الله جمالي ووئيل ھغه يو رښتينې بلوچ ٶ۔ د پيپلز ګوند سيد غلام مصطفٰي شاه او غوث بخس مهر ووئيل رجب علي بلوچ يو ښه ملګرې ٬ ښه پارلماني لارښود او ارواښاد يو وفادار ملګرې ٶ۔
شاهده اخترعلي ووئيل ارواښاد د ګوند د پاليسۍ له مخې كار كوٶنكې ٶ۔ ډاكټر فوزيه حميد ووئيل زمونږ يو نفيس ملګرې په حق رسېدلې لوې څښتن دې جنتونه وركړي۔