اولس مشر ممنون حسېن سره د سوډاني اولس مشر خاص استازي ملاقات وكړو اولس مشر د روغتيا په نړيواله اداره كښې د سوډان استازي توب لپاره د ملاتړ په خواست د غور كولو باور وركړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23ستمبر 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې سره د پاكستان او سوډان ترمېنځه شريك تجارت لا سوا كېدے شي٬ د پاكستان او سوډان ترمېنځه دوستي د مذهب٬ تاريخ او كلتور رشتې قوي كوي۔

اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ د سوډاني اولس مشر خاص استازي كمال حسن علي سره د خبرو په مهال وكړې۔ خاص استازې د سوډاني اولس مشر مهم پېغام راوړلو سره اولس مشر ته راغلې و۔

اولس مشر د روغتيا په نړيواله اداره كښې د سوډان استازي توب لپاره د ملاتړ په خواست د غور كولو باور وركړو۔ اولس مشر ووئيل

چې بايد د پاكستان او سوډان ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د پلاوو د تګ راتګ تبادله روانه وساتل شي چې دغسې د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي كړې شي۔

اولس مشر ووئيل چې په دفاعي نندارتون آئيډياز 2016م كښې به د سوډان ګډون كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې نوې لارې پرانستل شي۔

اولس مشر ووئيل چې پاكستان او سوډان د وړاندې نه په نړيوالو فورمونو د يو بل ملاتړ كړے او په راتلونكي وخت كښې به هم د يو بل ملاتړ كوي۔

په دې موقع اولس مشر خاص استازي كمال حسن علي ته د سوډان مشرانو او اولس لپاره د نېكو هيلو پېغام هم وركړو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې