د اېم اېم اے مشر مولانا فضل الرحمن متحده مجلس عمل كښې د شامل ګوندونو د مشرانو غونډه د اپرېل په 27مه نيټه راوبلله

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 24اپریل 2018ء) متحدہ مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمن متحده مجلس عمل كښې د شامل ګوندونو د مشرانو غونډه د اپرېل په 27مه نيټه رابللې ده۔

غونډه كښې به د هېواد په اوسني سياسي صورتحال او د راتلونكو ټولټاكنو پحقله غور او د مجلس عمل اولس سره د رابطو كمپائن په لړ كښې پرېكړې كولې شي۔

غونډ كښې به مولانا فضل الرحمن، سناتور سراج الحق، پرو فېسر ساجد میر، پیر اعجاز هاشمي، علامه ساجد علي نقوي، مولانا عبد الغفور حېدري، صاحبزادہ اوېس احمد نوراني، اکرم خان دراني، رانا شفیق پسروري٬ سردار محمد خان لغاري، علامه توقیر ضیا، پیر محفوظ مشهدي، شبیر حسېن مېسمی، علامه عارف واحدي او نور ګډون كوي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې