د خزانې وزير اسحاق ډار سره د سويډن سفيرې مس انګريډ جوهانسن وليدل

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) د خزانې وزير اسحاق ډار سره د سويډن سفيرې مس انګريډ جوهانسن د شورو په ورځ ليدلې دي ۔

وفاقي وزير د سويډن سفيرې هركلي كولو سره هيله څرګنده كړه چې سفيره به د پاكستان سره اقتصادي اوتجارتي اړيكو ته ودې وركولو له كار وكړي۔

ده د هېواد معيشت كښې ښه والي له د تېرو دريو كلونو پھ مهال پورته كړی شويو ګامونو او تراوسه ترلاسه شويو كاميابيو په اړه سويډن سفيره خبر كړه۔

ده ووئيل پاكستان معاشي مېدان كښې مهمه كاميابۍ ترلاسه كړي۔د پاكستان د زرمبادلې پانګې

زياتې شوي۔ده د انكم سپورټ پروګرام په حقله هم سفيره خبر كړه۔

د سويډن سفيرې د خزانې وزير مننه كولو سره هغه د خپلې كراچۍ دورې په اړه خبر كړو۔دې ووئيل كراچۍ كښې ما ګټور ملاقاتونه كرې۔

د ملاقات په مهال دا خبره په ګوته كړی شوې چې د آئي ټي څانګه كښې سويډن ډېر پرمختګ كړی او د پاكستان د بېلو پوهنتونونو سره رابطو له هڅې روانې دي۔

د خزانې وزير ووئيل د آئي ټي څانګه كښې د سويډن صلاحيت كارولې كېدې شي۔په غونډه كښې د اكنامك افيئرز ډويژن سېكتر او د وزارت نورو چارواكي موجود وو۔(ص ف/ض ض/وس/2225)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ