د پاکستان او چین ترمېنځه د ګوادر ښار پرمختګ او خاص اقتصادي زونز ته عملي شكل وركولو لپاره كار روان دے ٬ د ګوادر ايسټ بې اېكسپرېس وے په منصوبه كار پېل شو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 19اپریل 2018ء) د پاکستان او چین ترمېنځه د ګوادر ښار پرمختګ او خاص اقتصادي زونز ته عملي شكل وركولو لپاره كار روان دے چې ورسره به ګوادر ښار نړيوال او جديد بندر ځائ جوړولو كښې مرسته وشي ٬ اقتصادي زونز ته عملي شكل وركولو سره به پاكستان كښې د صنعتي انقلاب لاره هواره شي۔

د سي پېك سېكټرېټ چارواكو له مخې ګوادر ښار د سنګاپور او هانګ كانګ د معيار مطابق جوړولې شي٬ دلته هسې هم سرمايه كار دلچسپي اخلي خو ډېر زر به دې ښار ته د نړيوال بندر ځائ حېثيت ترلاسه شي۔

چارواكو ووئيل ګوادر ايسټ بے اېكسپرېس وے په منصوبه كار پېل شوې چې له مخې به ئې 18.

9 كلوميټر څلور لېن ستره لاره جوړولې شي ٬ دا ستره لاره به ګوادر بندر مكران كوستل هائي وے ٬ فري زون او د سباٶن كنټېنرز ټرمينل سره تړلے شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې