د وفاقی وزیر میر حاصل بزنجو په مشرۍ كښې پاکستان فیری سروس پيل كولو له لائسنسنګ حاجتونو له حتمی شکل وركولو لپاره غونډه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 20ستمبر 2016ء) د وزیر اعظم په سپارښتنه د پورټس اینډ شپنګ وفاقی وزیر میر حاصل بزنجو د هيواد او پھ نړيواله كچه د پاکستان فیری سروس پيل كولو لپاره د لائسنسنګ حاجتونو تر سره كولو له اخري شكل وركولو لپاره د اعلی پائ غونډې مشري وكړه. په غونډه كښې د خارجه چارو وزارتونو ، ډیفنس، داخله او نارکوټکس کنټرول، فیډرل بورډ آف ریونیو او اینټی نارکوټکس فورس استازو ګډون وكړو ۔

د پورټس اینډ شپنګ ډویژن سيكتر د تجویز د پس منظر سپيناوې وكړو او فیری سروس د لائسنسنګ په حاجتونو ئې ګډون كونكو له تفصیلی بریفنګ وركړو.

وفاقی وزیر میر حاصل بزنجو ووئيل فیری سروس به د شخصی څانګې ، سیلګرو ، بهر هيوادونو کارمندانو او سوداګرو لپاره ګټه ور وګرځي او دې سره به د هيواد معیشت ته هم ګټه ترلا سه شي ۔

ده ووئيل وزارت د لائسنسنګ ترلاسه كولو خوښي لرونكو لپاره سادہ نظام معارفي كړے. حکومت به فیری آپریټر رجسټرډ كوي او پورټ چارجز او كلن فیس به ترې نه تر 2030 نه شي اخستلې.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې