حكومت په ټول هېواد كښې د ټولو عقيدو خلقو ته مكمل مذهبي آزادي او اقليتونو ته امنيت وركولو لپاره پوخ عزم لري۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د بيساكي درې ورځني فېسټول وروستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 14اپریل 2018ء) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي چې حكومت په ټول هېواد كښې د ټولو عقيدو خلقو ته مكمل مذهبي آزادي او اقليتونو ته امنيت وركولو لپاره پوخ عزم لري۔

ده دا خبره په ګوردواره پنجه صاحب حسن ابدال كښې د بيساكي درې ورځني فېسټول وروستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔

د مذهبي چارو وفاقي وزير په دې موقع خاص مېلمه و۔ په وروستې دستوره

كښې د هند څخه راغليو دوه زره او د اروپا څخه درې سوه سكهـ او هند ياتريانو پشمول د پاكستان نه د زرګونو په شمېر سكهانو او هندو زائرينو ګډون وكړو۔

وفاقي وزير ووئيل چې هند د عرس په دستورو كښې پاكستاني زائرينو ته وېزې جاري كړې خو سره د دې هم پاكستان د هند سكھـ ياتريانو ته وېزې جاري كړې۔

ده ووئيل چې مونږ مكمل مېلمستيا او امنيت سره د ګاونډي هېواد نه د راغليو مېلمنو هركلې كوو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې