اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14اپریل 2018ء) په كراچې كښې به د اپرېل په 23مه او 24مه نېټه دوه ورځنې سي پېك سمټ كېږي د چين پاكستان اقتصادي لارې پراجېكټ ډائرېكټر حسن داؤد له مخې په سمټ كښې به د چين د بېلټ اېنډ روډ پروژې له مخې د سرمايه كارې موقعې او د پاكستان لپاره د سي پېك ګټې په ډاګه كولې شي۔
د سمټ په
نتيجه كښې به د پاكستان او چين د اقتصادي لارې موقعې په كار راوستو لپاره په اولس كښې شعور بېدارولې شي۔
ده ووئيل چې د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د انګليسي ډان ورځپاڼې په شركت سره كنفرنس كښې د نندارتون اهتمام هم كړے چې پكښې به بېلا بېلې كمپنې خپل مصنوعات نندارتون لپاره وړاندې كوي۔