د بشري حقونو وزارت د مېرمنو د مسئلو ختمولو پوخ عزم كړے۔ نديم اشرف

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 17ستمبر 2016ء) د بشري حقونو د وزارت سېكتر نديم اشرف وئيلي دي چې د بشري حقونو وزارت د مېرمنو د مسئلو ختمولو پوخ عزم كړے او توقع ده چې ډيټېنشن فنډ به په يوه مياشت كښې جاري كړے شي۔

اے پي پي سره په خبرو كښې وفاقي سېكتر ووئيل چې د فنډ جاري كولو معامله د ځينې دفتري او تكنيكي ستونزو له امله ځنډېدلې ده

ځكه چې وزارت ته يو څو مياشتې وړاندې د خپلواكه وزارت درجه وركړې شوې۔

ده ووئيل چې د دې نه وړاندې وزارت ٬ د قانون او د انصاف د وزارت له مخې كار كولو۔ دا فنډ پھ كال 1996 كښې پېل كړے شوے و چې د مېرمنو ستونزې ختمولو لپاره مالي مرسته وشي۔

د دې فنډ له مخې وزارت سره 46 مليونه روپې فنډ دے كوم چې لا چاته هم نه دې جاري شوے۔ (م ع/ م ع 1511)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ