چوهدري نثار په موجوده سياسي صورتحال كښې بېل تصورات لري۔دوهم وزير رانا محمد افضل
اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 23مارچ2018ء) د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل وئېلي دي چې چوهدري نثار د هېواد يو تجربه كار سياستمدار دې٬د هغه د پاكستان مسلم ليګ(ن)سره د اوږدې مودې تړون لري۔
د جمعې پھ ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې چوهدري نثار په موجوده سياسي صورتحال كښې بېل تصورات لري او هغه د خپل ګوند امېج ته د زيان رسولو سوچ هم نه لري۔
د هېواد په معيشت كښې په ناڅاپي بدلونونو تبصره كولو سره ده ووئيل چې محمد نواز شريف د
نااهل كېدو پريكړې نه وروستو پاكستان په سياسي او اقتصادي محاذ بحران سره مخ شوې۔
ده ووئيل چې محمد نواز شريف د عدالت عظمٰی پريكړې نه وروستو په سمدستي توګه د وزارت عظمٰی كرسۍ پرېښودلې ځكه چې زمونږ ګوند د عدالتونو احترام كونكې ګوند دې۔
د پخواني خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار د پوزېشن دفاع كولو سره ده ووئيل چې اسحاق ډار د مينځنۍ آسيا رياستونو كنفرنس كښې د ګډون نه وروستو دبئي ته لاړو او بيا د خپل علاج لپاره هغه د دبئ نه لندن ته لاړو۔