په هېواد كښې د نوې حلقه بنديو لپاره په قامي اسمبلۍ كښې د يوې حلقې د آبادۍ تناسب جاري كړې شو٬په سندھ كښې د يوې حلقې تناسب تر ټولو زيات 7 لكه 85 زره دې٬ تر ټولو كم تناسب فاټا كښې 4 لكه 16 زره 380 دې۔الېكشن كمېشن

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 20مارچ2018ء) هېواد كښې د نوې حلقه بنديو لپاره په قامي اسمبلۍ كښې د يوې حلقې د آبادۍ تناسب په سندھ كښې تر ټولو زيات دې كوم چې په 7 لكه 85 زره مشتمل دې دغسې په فاټا كښې تر ټولو كم 4 لكه 16 زره 380 دې۔

د الېكشن كمېشن له مخې د سندھ آبادي 4 كروړه 78 لكه 93 زره 244 ده او په دې كښې د مجموعي چوكو شمېره 61 ده۔دلته د يوې حلقې لپاره اوسط آبادي 7 لكه 85 زره 135 ده۔

په پنجاب كښې مجموعي آبادي 11 كروړه 17 زره 465 ده او دلته مجموعي چوكۍ 141 دي او دلته د يوې چوكۍ لپاره د آبادۍ تناسب 7 لكه 80 زره 266 دې۔

د

خېبرپښتونخوا آبادي 3 كروړه 5 لكه 23 زره 371 ده۔دلته مجموعي چوكۍ 39 دي۔دلته د يوې چوكۍ لپاره د آبادۍ تناسب 7 لكه 82 زره 651 دې٬په بلوچستان كښې مجموعي آبادي 1 كروړ 23 لكه 34 زره 739 ده۔

دې لپاره مجموعي چوكۍ 16 دي٬د يوې حلقې لپاره اوسط آبادي 7 لكه 71 زره 546 ده دغسې د فاټا مجموعي آبادي 49 لكه 96 زره 556 ده۔

دې لپاره مجموعي چوكۍ 12 دي٬د يوې چوكۍ لپاره اوسط آبادي 4 لكه 16 زره 380 ده۔د وفاقي پايه تخت مجموعي آبادي 20 لكه 1579 ده دې لپاره درې چوكۍ بېلې شوي دي٬دلته د يوې چوكۍ لپاره اوسط آبادي 6 لكه 67 زره 103 ده۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې