د مسلم ليګ(ن) قامي اسمبلۍ غړې او د كورنيو چارو پخوانې وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د وفاقي وزير سكندر حيات بوسن تپوس پوښتنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14مارچ2018ء) د مسلم ليګ(ن) قامي اسمبلۍ غړې او د كورنيو چارو پخوانې وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د وفاقي وزير سكندر حيات بوسن تپوس پوښتنه كړې۔

د وشور پھ ورځ د قامي اسمبلۍ پھ غونډه كښې سكندر حيات بوسن د ناروغۍ نه وروستو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ چوهدري نثار علي خان د قامي اسمبلۍ غونډې ته راتلو سره د سكندر حيات بوسن

چوكۍ له لاړو او تېر ډېر وخت هغه سره ناست پاتے شو او د هغه د روغتيا پھ اړه ئې تپوس پوښتنه وكړه۔

پھ دې موقع وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد٬ميا رياض حسېن پيرزاده٬سردار محمد يوسف٬جاوېد علي شاه٬لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ٬د قانون وزير محمود بشير ورك او د قامي اسمبلۍ ځينې غړو د چوهدري نثار علي خان هركلے وكړو او ده سره يې ملاقاتونه وكړل۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې