د علامه اقبال اوپن پوهنتون اسلام آباد د پاكستانو ژبو د څانګې تر سيوري لاندې دوه ورځنۍ نړيوال كانفرنس به د مارچ په 16 او 17مه نېټه كېږي
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13مارچ2018ء) د علامه اقبال اوپن پوهنتون اسلام آباد د پاكستانو ژبو د څانګې تر سيوري لاندې دوه ورځنۍ نړيوال كانفرنس به د مارچ په 16 او 17مه نېټه په اسلام آباد كښې د پوهنتون په مركزي كېمپس كښې كېږي۔
د پاكستانو ژبو څانګې چيئرمېن ډاكټر عبدالله
جان له مخې د كانفرنس موضوع پاكستانې ژبې او نوآبادياتي ادب كېښودل شوے۔
په دې نړيوال كنفرنس كښې به د پاكستانو ژبو نامتو پوهانو٬ سكالران او اديبان ګډون كوي۔ په كنفرنس كښې به د موضوع له مخې بېلا بېلې مقالې وړاندې كولې شي۔ د كانفرنس رابطه كار ډاكټر حاكم علي برړو دے۔