اعتدال خوښې رويه د حق دوئم نوم دے او شريعت هم د دې درس وركوي٬پاكستان يو اتومي طاقت او ټولې اسلامي امت لپاره د وياړ وړ هېواد دے۔د كعبې امام صالح بن محمد الطالب د نړيوال اسلامي پوهنتون د فېصل جومات كېمپس كښې سېمينار ته وېنا
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 12مارچ2018ء) د كعبه امام صالح بن محمد الطالب وئېلي دي د اعتدال رويه د حق دوهم نوم دے او شريعت هم د دې درس وركوي٬پاكستان يو اتومي طاقت او ټولې اسلامي امت لپاره د فخر وړ دې۔
ده دا خبرې تېره ورځ د نړيوال اسلامي پوهنتون د فېصل جومات په كېمپس كښې سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د سېمينار مشري د كعبې امام په خپله وكړه۔
امام په خپله وېنا كښې د پاكستان ذكر كولو سره ووئيل پاكستان يو اتومي طاقت دے او اسلامي نړۍ لپاره د فخر وړ دے۔ده ووئيل
د پاكستان افرادي قوت د اسلامي امت په پرمختګ كښې مثالي كردار لري۔
د پاكستان او سعودي اړيكې بې مثاله او قوي دي۔ده اسلامي نړۍ لپاره د نړيوال اسلامي پوهنتون خذمات هم وستائېل او د اسلام د امن پیغام خپرولو لپاره يې د پوهنتون د ادقداماتو ستائنه وكړه۔
پھ دې موقع د نړيوال اسلامي پوهنتون رېكټر ډاكټر معصوم ياسين زئي د كعبې د امام هركلې وكړو۔په دې سېمينار كښې د سعودي سفير نواف المالكي نورو سفارتكارو او مذهبي او سماجي شخصياتو او د پوهنتون زده كوونكو هم ګډون وكړو۔