د مخالفینو بې انتها دولت هم د هغوي كانديد كاميابولو كښې ناكامه راغلو ، برجېس طاھر

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13 فروری2018ء) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوھدری محمد برجېس طاھر د لودھراں ضمنی ټاكنو كښې د (ن) لیګی كانديد په كاميابۍ د لودھراں او پاکستان اولس مننه كولو سره ووئيل يو وارې بيا د اولس پرېكړې ثابته كړې چې نواز شريف په زړونو كښې ژوند كوي او هم هغه د دې هېواد حقيقي لارښود دے چا سره چې د پاكستان روښانه سباؤن تړلې دے۔

د نهې په ورځ يو بيان كښې ده ووئيل د مخالفینو بې انتها دولت هم د هغوي كانديد كاميابولو كښې ناكامه شوې او اولس د مخالفينو د ژړا او سازشونو سياست رد كړې۔

ده ووئيل د لودھراں

اولس د محمد نواز شريف د پرمختګ وژن اود پاكستان د آسيا ټائيګر جوړولو نظريې ته ووټ وركولو سره دا ثابته كړې چې اولس پرمختيائي منصوبو ٬ د لوډشېډنګ ختمېدو ٬ د توان نوې منصوبې پېل كېدو او د سي پېك په ډول مېګا منصوبې پايې ته رسېدو له د نون ليګ لارښود كامياب ليدل غواړي۔

ده ووئيل دا كاميابي د كال 2018ﺀ تر ټولو لويه كاميابي ده۔ نون ليګ د پي ټي آئي ګټلې چوكۍ يو ځل بيا ترلاسه كړې۔ ده ووئيل زه ټولو سياسي مخالفينو ته غږ كوم چې كه هغوي په اولس كښې كاميابي غواړي نو د تورونو او پروپېګنډو په ځائې دې د اولس خېر ښېګړې له كار وكړي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې