اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) په خېر پور سيمه كښې د وسله والو په ډزو كښې درې كسان مړه او 2 ټپيان شوي دي۔
د نجي ټي وي راپور له مخې د خېرپور په كمبټ سيمه
كښې د نامعلوم وسله والو په ډزو كښې د پلار او زوي پشمول 3 كسان مړه او دوه نور ژوبل شوي دي۔ ځائي پوليسو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولو سره پلټنې پېل كړې دي۔