6 ستمبر د قامي تاريخ مهمه ورځ ده٬ په دې ورځ زمونږ پوځ د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د قام او هېواد دفاع كړی ۔ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه د اعتراض په نكته د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 06ستمبر 2016ء) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي 6 ستمبر د قامي تاريخ مهمه ورځ ده٬په دې ورځ زمونږ ځواكونو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د قام او هېواد دفاع كړی ٬ په نړيواله كچه د پیټړوليم مصنوعاتو بيعه كمه شوې او اولس ته دا ځل رېليف ورنه كړی شو۔
د پیټروليم پھ بيعه سېل ټېكس درې فيصده زيات كړی شوې۔د نهې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض پھ نكته د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل 6 ستمبرد قامي تاريخ مهمه ورځ ده٬په دې ورځ زمونږ ځواكونو د خپلو ځانونو په قرباني وركولو د قام او هېواد دفاع كړی بايد مونږ پھ دې خبره غور وكړو او د تاريخ
څخه څه زده كړو۔
ده ووئيل پھ وفاق د څلورو واړو صوبو حقونه شته او بايد مونږ په خپلو پريكړو نظرثاني وكړو۔اولسي ستونزې زمونږ شريكې ستونزې دي ځكه چې مونږ اولسي نمائندګان يو۔
ده ووئيل حكومتونه د اولسي ښېګړی لپاره وي۔د ټولو سياسي ګوندونو خپل منشور وي٬ ده ووئېل مونږ پھ اولسي مېنډېټ دلته راغلي يو او دلته به د اولس غږ پورته كوو۔
ده ووئيل اولس د برېښنا لوډشېډنګ او كروندګر د سرو په اخستو كښې د ځينو ستونزو سره مخ دي۔ده ووئيل پھ نړۍ كښې د تېلو بيعه كمېږي۔
دا خبر رامخې ته شوې وه چې د پیټروليم مصنوعاتو بيعه به كمه كړی شي خو هغسې ونه كړی شو بلكې په پیټروليم 3 فيصده سېل ټېكس زيات كړے شو۔