پاکستان او چین د اسياﺀ اولس پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه هلو ځلو له چمتو دي د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی د چین سفیر سره خبرې اترې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ11جنوری2018ء) د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی پارلیمنټ هاؤس كښې د چین سفیر یاؤ جینګ سره ملاقات کښې وئيلي دي چې پاکستان او چین د اسياﺀ اولس پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه هلو ځلو له چمتو دي او دواړه هېوادونه خپلو كښې تاریخي اړيكې لري۔

د سېنېټ سیکټريټ لخوا جاري شوي بيان له مخې میا رضاربانی په نړيواله كچه او په خاص توګه د امریکې اولس مشر اوسني ټویټ نه پس د رامخې ته شوې صورتحال ترمخه د چین د اړخه د پاکستان د موقف حما یت وستائلو۔

ده ووئيل د بده مرغه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پھ زړه پورې کردار ترسره كونكې هېواد سره د افسوس وړ رویه اختیار

کړې شوې۔

پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په لويه توګه مالي او ځاني زيان پورته كړې او د امریکائي اولس مشر دې ډول رويې سره پاکستان سيمه كښې امن او استحکام له لوظي دے۔

ده د پاکستان ٬ افغانستان او چین ترمينځه درې اړخيزه خبرو اترو عمل وستائلو او هيله ئې څرګنده كړه چې دا ډول اقدامات به سباؤن كښې روان وي۔

د سېنېټ چیئرمېن ووئيل چین سره د تاریخی اړيكو بنیاد شهید ذوالفقار علی بھټو اېښودلې ؤ كوم چې شهيدې بينظیر بھټو لا مستحکم کړې۔

د سېنېټ چیئرمېن د کشمیر په مسئله د چین د اړخه د پاکستان د موقف حمایت ستائلو سره ووئيل پاکستان د چين په پالیسۍ باور لري۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې