د پاكستان پھ تاريخ كښې به د 6 ستمبر ورځ ټول عمري ياد ساتلې شي ۔ د پارلماني سېکتر بیرسټر محسن شاهنواز رانجھا د پاكستان دفاع ورځې پھ موقع پیغام

اسلام آباد 5 ستمبر (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقی سیکتر بیرسټر محسن شاهنواز رانجھا وئيلي دي د پاكستان پھ تاريخ كښې به د 6 ستمبر ورځ ټول عمري ياد ساتلې شي ، پھ دې ورځ د پاكستان پوځ پھ هيواد بريد كوونكي پھ شا تنمبولې وو ، په 6 ستمبر د قام کردار هم د ستائنې وړ وو څوك چې د خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ وو ۔

د دفاع ورځې په موقع خپل پیغام كښې بیرسټر محسن شاهنواز رانجھا پاك پوځ او د پاكستان اولس له د 6

ستمبر1965 په مهال د هغوي کردار ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاکستان پوځ او اولس د خپل هيواد حفاظت کولو نه خبر دي او د هيواد سلامتيا او استحکام لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي۔

پارلمانی سیکتر د پاك پوځ د ځوانانو لوړې حوصلې ستائنې سره دا ورځ د شهيدانو پھ نامه منسوب کړه چا چې خپلې ذمه واری تر سره كولو او د اولس آزادۍ حق له د هيواد د حفاظت فریضه ترسره كولو سره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي دي.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ