ياد ګيرنه دا خبره د 16 دسمبر سهار څخه وړاندې خپور يا نشر نه كړۍ ۔ مننه د 16 دسمبر 2014ء ورځ به د هېواد په تاريخ كښې د تورې ورځې په توګه ياد ساتلې شي كله چې د بربریت او سفاکیت علمبردارو لخوا د آرمي پبلك سكول پېښور بې ګناه كوچنيان په نښه كړې شول۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ چې پاكستاني اولس كومې قربانۍ وركړې دي شايد كوم بل اولس وركړې وي۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اے پي اېس پېښې ياد په مهال پېغام

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 15دسمبر2017ء) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د 16 دسمبر 2014ء ورځ به د هېواد په تاريخ كښې د تورې ورځې په توګه ياد ساتلې شي كله چې د بربریت او سفاکیت علمبردارو لخوا د آرمي پبلك سكول پېښور بې ګناه كوچنيان په نښه كړې شول۔

د تعليم زده كړو له تلونكي كوچنيان چې كله كورونو ته واپس شو نو دوئي كښې زياتره د شهادت په څادر كښې نغښتلې شوې وو او په لويه شمېره د ژوبل شويو نورو كوچنيانو په ذهنونو بزدل دښمن د سفاكيت نقوش پرېښودلې وو۔

د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې چې پاكستاني اولس كومې قربانۍ وركړې دي شايد كوم بل اولس وركړې وي۔ د اے پي اېس پېښې ياد په مهال خپل پېغام كښې ده ووئيل دې پېښې پاكستاني قام كښې د ترهګرۍ په ضد تاريخ جوړونكې وحدت رامخې ته كړو۔

ددې پېښې په نتيجه كښې ټول قام د ترهګرۍ

په ضد د پرېكړه كوؤنكي جنګ كولو كلك عزم وكړو۔ ده ووئيل د نېشنل اېكشن پلان تر سېوري لاندې زمونږ پوځ او امنيتي ادارو ترهګرو ګرو ته ماتې وركړې۔

ده ووئيل د كوچنيانو وينې رنګ راوړې او نن پاكستان د نړۍ په هېوادونو كښې هغه يوازنې قام دے كوم چې د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټلې۔

ده ووئيل دا ننۍ ورځ مونږ ته يادوي چې ګران هېواد ترهګرۍ څخه پاكولو له مونږ څنګه څنګه قربانۍ وركړې۔ دا ورځ شهيد شويو كوچنيانو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو او ددوئي غمجنيو مور او پلار سره د يو والي څرګندونې كولو ده۔

ده ووئيل اولس به ټول عمري ددې كوچنيانو قرباني ياد ساتي۔ ده ووئيل راځۍ چې مونږ ټول په ګډه پاكستان يو داسې جمهوري ټولنه جوړه كړو چرته چې د مذهب ٬ فرقه واريت ٬ لسانيت ٬ رنګ او نسل په بنياد به انتهاﺀ خوښي زغملې نه شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې