د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بره سيمو كښې د نور باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔ د موسميات محكمه

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 12دسمبر2017ء) د موسميات محكمې وئيلي دي د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد او پېنډې پشمول په لاهور٬ ګوجرانواله٬ سرګودها٬ ساهيوال٬ فېصل آباد ډويژن٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې د باران ورېدو امكان دے٬ دغسې په بره خېبر پښتونخوا٬ فاټا٬ ملتان٬

بهاولپور٬ ډي جي خان٬ شمالي ختيز بلوچستان او سندھ كښې په ځينې سيمو د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔

د موسميات محكمې راپور له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال تر ټولو زيات باران په راولاكوټ كښې 49 ملي ميټره رېكارډ شوے او په مير كهاني كښې 14 انچه واوره ورېدلې دهَ

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې