د اسلا اباد لينډ رېكارډ په دوه كاله كښې كمپيوټرائز كولو له داخله وزير امر كړې۔مريم اورنګزېب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) د داخله چارو وفاقي پارلماني سېكترې مريم اورنګزېب قامي اسمبلۍ ته وئېلي دي د اسلام اباد لينډ رېكارډ په دوه كاله كښې كمپيوټرائز كولو له داخله وزير امر جارې كړے دے ۔

په دې لړ كښې د 15 كروړه 13 لكه په لګښت سره پي سي ون جوړ كړی شوې٬هيله ده ډېر زر به منظور كړې شي۔د جمعې

پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د عامر خان د پوښتنې په ځواب پارلماني سېكترې مريم اورنګزېب ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه اسلام آباد كښې د زمكې رېكارډ كمپيوټراز كولو باندې نظرثاني شوې او پي سي ون د 15 كروړه 13 لكه روپو په لګښت جوړ كړی شوې۔

دې ووئېل هيله ده زر تر زره به د دې منظوري وركړی شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې