هېواد كښې د اوبو كمي مسئلې مخنيوي لپاره دې په بېړۍ توګه اقدامات وكړې شي۔ د پي اے سي امر

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 06دسمبر2017ء) پبلك اکاؤنټس کمېټۍ اړوند چارواكو ته هېواد كښې د اوبو كمي مسئلې مخنيوي لپاره په بېړۍ توګه د اقداماتو كولو امر كړے دے۔

د پي اے سي غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو سید نوید قمر، چوهدري نذیر احمد آرائیں، عارف علوي او د اوبو وزارت پشمول اړوند چارواكو ګډون وكړو۔

كمېټۍ د اوبو وزارت سېكتر شمائل احمد خواجه ته امر وكړو چې ھغې دې (نن) د زيارت په ورځ هېواد كښې د اوبو وسائلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې۔

شمائل احمد خواجه كمېټۍ ته ووئيل په تربېلا، چشمه او منګلا كښې د اوبو ذخيره يوازې لس فيصده پاتې ده٬ تربيلې ته دا مهال 32 زره كيوسك اوبه راځي ٬ دغسې منګله 30 او چشمه ته 35 زره كيوسك اوبه راځي۔

ده ووئيل د اوبو د بهېدو نګرانۍ لپاره ټېلي مېټري نظام د تېرو 12 كالو راهسې فعاله نه دے٬ د ربيع فصلونو لپاره د اوبو كمې زيان مند دے۔

سید خورشید احمد شاہ ووئيل د اباسين په اوبو كښې تر 11 زره كيوسك اوبو كمې راغلې٬ د ګدو نه سكهر بېراج پلو د اوبو تګ ډېر كم دے او يوه اوونۍ پس به كراچۍ د اوبو كمي سره مخ شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې