د كشمير په مسئله د پاكستان ټولې ادارې يو موټې دې او د پاكستان دريځ څرګند دې٬ پاكستان د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه حل كول غواړي٬د كشمير د آزادۍ تحريك لپاره هڅو كونكو ته پیرزوينې وړاندې كوو٬پاكستان د كشمير مسئله ملګرو ملتونو او د او آئي سي پشمول په ټولو نړيوالو فورمز پورته كولو لپاره په سپيځلې ډول كار كوي٬هند د ظلمونو د لارې تر اوږدې مودې د كشميريانو د آزادۍ حق ضبط كولې نه شي۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا آل پارټيز حريت كنفرنس آزاد كشمير شاخ د سيوري لاندې دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا وئېلي دي چې د كشمير په مسئله د پاكستان ټولې ادارې يو موټې دې او د پاكستان دريځ څرګند دې٬پاكستان د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه حل كول غواړي٬د كشمير د آزادۍ تحريك لپاره هڅو كونكو ته پیرزوينې وړاندې كوو٬پاكستان د كشمير مسئله ملګرو ملتونو او او آئي سي پشمول ټولو نړيوالو فورمز پورته كولو لپاره په سپيځلې ډول كار كوي٬هند د ظلمونو د لارې تر اوږدې مودې د كشميريانو د آزادۍ حق ضبط كولې نه شي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د آل پارټيز حريت كنفرنس آزاد كشمير شاخ د سيوري لاندې دستورې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔

ده ووئيل چې هند دا هڅه كوي چې د آزادۍ هلې ځلې ترهه ګرۍ سره وتړي٬ټولو نړيوالو ادارو د كشميريانو حق خود اراديت منلو سره د هند دا دريځ رد كړې۔

ده ووئيل ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستانيان او كشميري كميونټي د سفارتكارۍ كردار ترسره كولو سره دې د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړي۔

ده ووئيل د 8 جولائي پېښې نه پس وزيراعظم محمد نواز شريف ملګرو ملتونو ته خط ليكلو

سره هغوي د كشمير د اصل صورتحال نه خبر كړي د كوم چې مثبت نتيجې رامخې ته شوي۔

ده ووئيل پاكستان تل دا هڅه كړې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه حل شي۔ده ووئيل هند سره شويو ټولو ملاقاتونو كښې تل د كشمير ذكر شامل وو۔

ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر خپل ټولو هم څنګو ته خطونه ليكلي دغسې چې نړۍ د هند د ظلم نه خبر شي۔سېمينار ته دآزاد كشمير پخواني وزيراعظم چوهدري عبدالمجيد ووئيل چې د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له به امريكا٬برتانيه او فرانس پشمول د نړۍ ټولو هېوادونو كښې مظاهرې كولې شي۔

ده ووئيل بايد په نړيواله كچه د هند تور مخ په ډاګه كولو لپاره خارجه وزارت نور هم موثره كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د كشمير په تازه صورتحال د قامي اسمبلۍ غونډه په سمدستي توګه رابللو ته اړتيا ده۔

د پاكستان تحريك انصاف غړي علي محمد خان ووئيل كشمير كاز ما ته تر ټولو زيات خوښ دې٬د پاكستان آزادي تر كشمير آزادۍ نه مكمل ده٬كه مونږ د كشمير په نامه ووټ غوښتلې شو بايد مونږ د كشمير مسئله پھ خپل قامي او سياسي ايجنډا كښې هر وخت شامل وساتو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې