اقتصادي لار د هېواد د تاريخ تر ټولو مهمه پروژه ده٬ د پروژې ترسره كېدو په نتيجه كښې به د روزګار موقعې پېدا شي او په منطقه كښې به د پرمختګ نوې لارې پرانستل شي۔ د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ لارښود او صوبائي اسمبلۍ غړي مير غلام دستګير باديني خبرې

كوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ لارښود او صوبائي اسمبلۍ غړي مير غلام دستګير باديني وئيلي دي چې اقتصادي لار د هېواد د تاريخ تر ټولو مهمه پروژه ده٬ د پروژې ترسره كېدو په نتيجه كښې به د روزګار موقعې پېدا شي او په منطقه كښې به د پرمختګ نوې لارې پرانستل شي۔

اے پي پي سره

په خبرو كښې ده ووئيل چې اوسنې وفاقي او صوبائي حكومت په پرمختګ كښې خاص دلچسپي لري٬ اقتصادي لار د هېواد د تاريخ مهمه پروژه ده۔

ده ووئيل چې د هېواد او د صوبې لويه مسئله بې روزګاري ده او د دې خاتمې لپاره د عملي اقداماتو كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې نوشكي ماډل سټي جوړولو لپاره هم كار روان دے۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې