اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) پاكستان او قزاخستان دوه اړخيزه اړيكې په شركت كښې په بدلولو اتقاق وكړو۔
دا اتقاق د جمعې په ورځ د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او د قزاخستان خارجه وزير تر مېنځه پھ آستانه كښې د ملاقات په مهال شوے۔
د خارجه دفتر وياند له مخې د خارجه چارو خاص مرستيال د نيوكليئر سپلائرز ډلې غړيتوب لپاره د ملاتړ ترلاسه كولو په عرض د جمعې په ورځ قزاخستان ته رسېدلې۔
طارق فاطمي د قزاخستان
خارجه وزير او نائب خارجه وزير سره د خبرو په مهال ووئيل چې پاكستان او قزاخستان نزدې اړيكې لري۔
طارق فاطمي د اېس اېن جي غړيتوب لپاره د قزاخستان د ملاتړ ترلاسه كولو خواهش څرګند كړو۔ده د پاكستان نظر وړاندې كولو سره ووئيل چې غړيتوب لپاره په مساوي سلوك او غېر امتيازي معيار د عمل كولو ضرورت دې۔
ده ووئيل چې دپاكستان ايكسپورټ كنټرول نظام اېس اېن جي٬اېم ټي آر سي او د آسټرېليا ډلې سره په بشپړه توګه همغږي او مطابقت لري۔