پاكستان به د مقبوضه كشمير د آزادۍ هلو ځلو لپاره خپله اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته دوامداره ساتي٬ وفاقي حكومت به د آزاد كشمير حكومت د اولس خدمت په لړ كښې هره ممكنه مرسته كوي٬ پرمختيائي اېجنډا به تر آزاد كشمير پراخه كوٶ۔ د وزیراعظم محمد نوازشریف د آزاد کشمیر نوي ټاكلي شوي صدر مسعود خان سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي پاكستان به مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ هلو ځلو لپاره خپله اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته دوامداره ساتي۔

وزیراعظم محمد نوازشریف دا خبرې د آزاد کشمیر نوي ټاكلي شوي صدر مسعود خان سره ملاقات كښې كړې دي ۔وزيراعظم مسعود خان سره چا چې د نوميالې سفير او د ملګرو ملتونو مسقتل استازې په حېث هم خدمات ترسره كړي سره په خبرو كولو د باور څرګندونه كړې ده ٬وزيراعظم ووئېل ھغه به د كشمير كشالې وكالت په ښه ډول وكړي ولې چې اوس ھغه د مقبوضه كشمير د اولس آزادۍ لپاره وكالت له پراخه پلېټ فارم لري۔

وزیراعظم مسعود خان ته د د ازاد كشمير اولس مشر په ټاكلې كېدو مباركي وركولو سره ووئيل ھغه به خپله پراخه تجربه د آزاد كشمير اولس خېر ښګړې له پكار راولي۔

وزیراعظم مسعود خان ته ووئيل ستا اوسنۍ آئيني ذمه وارۍ د تېرو

پېشه ورو ذمه واريو نه ډېره مختلفه وي٬ مونږ هيله لرو چې ته به د ټاكلي شوي حكومت ښه حكمرانۍ ٬ د ادارو استحكام او د آزاد كشمير اولس سماجي او اقتصادي حالت ښه كولو په لړ كښې لارښودنه وكړي۔

وزیراعظم ووئيل مونږ ګڼو چې د آزاد كشمير اولس مشر چوكۍ به د راجه فاروق حېدر په مشرۍ كښې د نوي ټاكلي شوي حكومت د روغتيا او تعليم په مهمو څانګو كښې اصلاحات معرفي كولو له مرستياله وګرځي۔

وزیراعظم ووئيل وفاقي حكومت به د آزاد كشمير حكومت له د اولس خدمت له زياته مرسته كوي٬ پرمختيائي اېجنډا به تر آزاد كشمير پراخه كولې شي ۔

په دې موقع مسعود خان ووئيل زه به د آزاد کشمیر اولس بهترۍ له خپل ټوله توانائې او تجربه كاروم۔ده وزیراعظم ته ووئيل د ګوند لخوا په ما د باور كولو مننه كوم او زه به د وزیراعظم د وژن او پالیسيو له مخې كار كولو سره د آزاد کشمیر حکومت مرستې له هېڅ بې غوري نه كوم۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې