د پاكستان او افغانستان په پوله تاؤ تريخوالې دواړو هېوادونو لپاره خطرناك دے۔د سېنېټ ډوهم چيئرمېن مولانا غبدالغفور حېدري د مېډيا استازو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) د سېنېټ ډوهم چيئرمېن مولانا غبدالغفور حېدري وئېلي دي چې د پاكستان او افغانستان په پوله تاؤ تريخوالې دواړو هېوادونو لپاره خطرناك دے۔

د پارلمان پھ خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې افغانستان او پاكستان دواړه ګاونډي هېوادونه دي٬د افغانستان امن پاكستان سره تړلې او په پاكستان كښې د امن تعلق افغانستان سره دے٬له بده

مرغه هند پھ پاكستان كښې پرله پسې مداخله كوي او پھ خاص توګه په بلوچستان كښې پھ دې وروستيو كښې د هند پټ ايجنټان نيول شوي۔

د چمن په پوله د هند او نريندرمودي په ضد مظاهرې روانې دي چې پكښې د هند بېرغ سوځېدلې او د دې په غبرګون كښې پھ افغانستان كښې د پاكستان بېرغ سوځول كېږي كوم چې ډېر غلط كار دے۔

ده ووئيل چې بايد افغانستان په نظر كښې وساتي چې پاكستان د دوي محسن هېواد دے۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې