د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د اداكار افتخار قېصر په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ18ستمبر2017ء) د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د نوميالي صدارتي اېوارډ ترلاسه كوونكي اداكار افتخار قېصر په مړينه خواشيني ښودلې۔

د غمرازۍ په خپل پېغام ګورنر ووئيل چې افتخار قېصر د هندكو٬ پښتو او اردو لوي اداكار و او د هغه

د وفات په نتيجه كښې صوبه د يو لوي هنر مند څخه محرومه شوې۔

ده ووئيل چې فن لپاره به د افتخار قېصر خدمات تل ياد ساتلې شي او دا خلا به په اسانه پوره نه شي۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې