حکومت د افغانستان پشمول د منطقې ټولو هېوادونو سره تجارت زياتول غواړي۔د انجینئر خرم دستګير ميډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د تجارت وفاقي وزیر انجینئر خرم دستګير وئيلي دي حکومت د افغانستان پشمول د منطقې ټولو هېوادونو سره تجارت زياتولو له عزم لري۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل افانستان سره تجارت زياتول او د ټولو مسئلو هواري له ګامونه پورته كړې شوې چې په سوب ئې په كال 16-2015 كښې تجارت زيات شوې۔

دې څخه واړندې انجینئر خرم دستګیر د تجارت لپاره د

سېنېټ قائمه كمېټۍ ته ووئيل د وزیراعظم په امر لس زره مېټرك ټنه وريژې به چين ته په ډالۍ كښې لېږلې شي ۔

په دې موقع د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن چیئرپرسن نرګس ګلو كمېټۍ ته ووئيل هېواد كښې اداره 91 اثاثې لري چې پكښې 16 پلاټس٬ 14 د استوګنې يونټس او درې د كركيلې زمكې هم شاملې دي۔

په غونډه كښې سناتورانو الیاس بلور، مفتي عبدالستار، نعیمه خان، خان احمد خواجه، سعود مجید، محمد عثمان خان کاکړ او سلیم مانډوی والا ګډون وكړو.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ