هند په مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د بدترين تشدد نوے مثال قائم كړے۔ د برهان وانی شهادت څخه وروستو پېل شوي دې تشدد ګڼ شمېر كشميري ځوانان د ژوند څخه محروم كړي دي۔ چوهدري محمد برجېس طاهر
اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر په مقبوضه كشمير كښې د روان هندي زور ٬ ظلم او زياتي په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې هند په مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د بدترين تشدد نوے مثال قائم كړے۔
د برهان وانی د شهادت څخه وروستو پېل شوي دې تشدد ګڼ شمېر كشميري ځوانان د ژوند څخه محروم كړي دي۔ په سوؤنو كشمير وګړي ژوبل شوي دي۔
د ګل په ورځ جاري كړې شوي خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د هندي چارواكو او مودي تشدد د جنون تر دے حد رسېدلې٬ يو خوا ګن شمېر كشميريان په خپلو وينو كښې لامبول شوي دي او بلخوا دوئ ته د خوراك څښاك سامان او د تېلو رسنه بندولو سره په دوئ د ژوند دائره لا تنګه كړې شوې۔
ده ووئيل هند كوم چې نړۍ كښې تر ټولو د لوئ جمهوريت ادعا كوي د ظلم او زور او
زياتي انتها كړې۔ مقبوضه وادۍ ته د داروګانو رسنه هم بند كړې شوې چې دغسې چې ژوبل كشميري اولس خپلې درملنې ونكړې شي۔
وفاقی وزیر ووئيل د نرېندر مودي لاسونه د ګجرات بې ګناه مسلمانانو په وينو د وړاندې نه سره وو اوس ئې د ظلم او زياتي نوے تاريخ ليكلو سره په سوؤنو كشميريان شهيدان كړل۔
هند په بدترين تشدد كولو اسرائيل ډېر وروستو پرېښودلې۔ د پېلټ ګن سره كشميريان ټول عمري له د ليدو د نعمت څخه محروم كړې شوي دي۔
وفاقي وزير هندي حكومت ته خبردارې وركولو سره ووئيل چې دا بدترين تشدد د كشميري اولس حوصلې ماتولې نه شي او د دې ښكاره ثبوت په سخته كرفيو كښې هم د كشميري اولس پاكستاني بېرغ پورته كولو سره په جنازو كښې ګډون كول دي۔
د دې څخه يو خوا د كشميري اولس بهادري ٬ مړانه او زړورتيا څرګنديږي او بلخوا د دوئ پاكستان سره د تړون څرګندونه ده۔