د پاکستان څخه د افغان كډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده٬ تېره ورځ 550 كورنۍ هېواد ته ستنې شوې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) د پاکستان څخه د افغان كډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده٬ تېره ورځ 550 كورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي ٬ هېواد ته د ستنېدونكو كسانو په سړي سر 400 ډالره وركولې شي او د ملګرو ملتونو د خوراك ادارې لخوا دوي ته وېړيا خوراك هم وركولې شي۔

د ګل په ورځ د سېفران وزارت وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې هېواد ته د ستنېدونكو كسانو په طورخم بارډر د بائیو مېټرك نظام د لارې فنګر پرنټس اخستلې شي دغسې چې ستنېدونكې كورنۍ پاكستان ته بيا داخلې نشي۔

تراوسه 58 زره 96 كورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ