د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق او دوهم سپیکر مرتضی جاوید عباسی د آزادۍ ورځې په 70مې سالګره ټول قام له مبارکي د 14 اګست ورځ مونږ ته زمونږ د پلار نيكه د جلا هېواد لپاره وركړې شويو قربانیو یاد تازه كوي د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق او دوهم سپیکر مرتضی جاوید عباسی د آزادۍ په ورځ پیغامونه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ14اگست2017ء) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق او دوهم سپیکر مرتضی جاوید عباسی د آزادۍ ورځې په 70مې سالګره ټول قام له مبارکي وركړې ده۔

خپلو پیغامونو كښې دوي ووئيل د 14 اګست ورځ مونږ ته زمونږ د پلار نيكه د جلا هېواد لپاره وركړې شويو قربانیو یاد تازه كوي كومې چې هغوي د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد جوړولو لپاره وركړې وي۔

دوي ووئيل بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح پاکستان د امن ځائې جوړولو او ټول قام لپاره د يو ماډل هېواد جوړولو خوب ليدلې ؤ دغې خوب ته عملی شكل وركول

زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔

دوي ووئيل 14 اګست د مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد جوړولو ، د هغې دفاع او سلامتیا لپاره د قربانیو وركولو د یاد تازه كولو ورځ ده۔

دوي شهيدانو او اتلانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دا ورځ د ټول قام لپاره د وياړ ورځ ده او هر كال دا ورځ په جوش او جذبې سره لمانځلې كېږي۔

سپیکراو دوهم سپیکر ووئيل دا ورځ مونږ له دا پیغام راكوي چې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره په زړه پورې كار كولو ته اړتيا ده۔ د هېواد قوي كولو او سوكاله كولو لپاره به مونږ له د جوش او جذبې سره كار كول وي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې