سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه۔ د پاور دسټري بيوشن كمپنيو (ډيسكوز) نادهندګانو ته 365 اربه روپۍ پورې دي٬د برېښنا غلا د اړوندو چارواكو د سلا نه غېر ممكنه نه ده٬نندي پور پاور پراجېكټ 300 مېګاواټ برېښنا پیدا كوي٬روان كال تر آخر به دا په اېل پي جي منتقل كړې شي۔د اوبو او برېښنا سېكتر يونس ډهاګا د پي اے سي چيئرمېن نېشنل كونسل فار هيوميو فيتهي په اړه د پلټنو بندلوو په حقله داخله وزارت ته د خط ليكلو امر

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د اوبو او برېښنا سېكتر يونس ډهاګا پبلك اكاؤنټس كمېتي خبر كړې چې د ټولو پاور دسټري بيوشن كمپنيو (ډيسكوز) نادهندګانو ته 365 اربه روپۍ پورې دي۔

د زيارت په ورځ د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې د پي اے سي غونډه كښې د اوبو او برېښنا وزارت او نېشنل هېلت سروسز اينډ ريګولېشن مالي كال 13-2012 او 14-2013 د آډټ اعتراضاتو جاج واخستلې شو۔

په غونډه كښې د اوبو او برېښنا سېكتر ووئيل اوور بلنګ زياتره ګيلې د لاهور اليكټرك سپلائي كمپني په ضد راغلې دي۔

ده ووئيل د ميټرو د عكسونو د لارې اخستلې شوې او حقيقي ريډنګ په اړه ګيلې هم رامخې ته شوي ۔د كمېټۍ غړي شفقت محمود په غونډه كښې د اوور بلنګ معامله پورته كړه۔

جنيد انور او نورو غړو ووئيل د برېښنا غلا د اړوندو چارواكو د

سلا نه غېر ممكنه نه ده۔د اوبو او برېښنا سېكتر ووئيل د سركاري چارواكو د سلا نه غېر دا ممكنه نه ده۔

پي اے سي د برېښنا غلا او د اوور بلنګ معامله تر راروانې غونډې وځنډوله۔د اوبو او برېښنا سېكتر كمېټۍ ته ووئيل نندي پور پاور پراجېكټ 300 مېګاواټ برېښنا پیدا كوي٬سږ كال تر آخر به دا په اېل پي جي منتقل كړې شي ځكه چې د تېلو له امله پلانټ ته زيان رسي۔

ده ووئيل د فرنس آئل څخه د پېداوار لګښت يو يونټ 7 روپو ته نزدې دے٬ نندي پور پاور پراجېكټ 300 مېګاواټه برېښنا پیدا كوي۔

د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل اسلام آباد كښې د ګرينډ حيات هوټل سكينډل د ټولو لپاره پوره دے۔ده نېشنل كونسل فار هيوميو فيتهي په اړه د پلټنو بندلوو په حقله د پي اے سي سېكرټرېټ ته سپارښتنه وكړه چې پھ دې معامله داخله وزارت ته خط ولېږئ۔

)ص ف/ض ض/وس/2120)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې